د ملي‌ امنیت مخکېنی مشر: طالبانو ۴۰۰۰ 'داعش' وسله وال د پخواني حکومت له زندانونو خوشې کړي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ملي امنیت مخکېنی مشر احمد ضیا سراج وایي طالبانو واک ته له رسېدو سره د "اسلامي دولت" یا (داعش) ډلې نږدې ۴۰۰۰ غړي چې د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونو نیولي وو، له زندانو خوشې کړي دي.

ښاغلي سراج له بي بي سي فارسي تلویزون سره ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغو کسانو کې د "داعش" مهم مشران هم شامل وو.

نوموړی وايي، دغه کسان د بګرام او څرخي پله زندانونو او همدا راز د ملي امنیت نظارت خونه کې ساتل کېدل.

داعش وسله والو په دې وروستیو کې افغانستان کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.

طالبانو هم تېرو څو میاشتو کې بېلابېلو ښارونو کې د دې ډلې د وسله والو پر پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکړی چې ډېری وخت مرګ ژوبله هم پکې اوښتې.

که څه هم طالبان وایي‌ دا ډله یې ځپلې خو د افغانستان ګاونډي بیا دغه هېواد کې د داعش د پياوړتیا اندېښنې څرګندوي.‌

تازه د افغانستان د ملی امنیت مخکېني مشر دا هم ویلي‌ چې داعش په یوه ستر سرخوږي بدلېدونکی دی.

ښاغلی سراج وایي د مخکېني حکومت تر پرځېدو یوه ورځ وروسته له ځینو نورو چارواکو سره له کابله وتلی دی.‌

مرکه کې نور څه ویل شوي؟

د تېر نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی د ملي‌ امنیت دغه پخوانی مشر مرکه کوي.‌

ښاغلی سراج وايي،‌ د وضعیت په اړه هره ورځ ولسمشر ته نه یوازې د دوی بلکې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د کشفي برخو لخوا د 'توحید مرکز' په اډانه کې تفصلي مالومات ورکول کېدل.

دغه مرکز د دې لپاره ارګ کې فعال شوی و چې د هېواد د وضعیت په تړاو اطلاعات راټول او ولسمشر ته یې رپوټ ورکړي.

هغه د ملي ریاست کې د میلیونونو ډالرو د تری تم کېدو راپوټونه هم رد کړل.

د دغو پیسو د ورکېدو رپوټ سیګار خپور کړی و او د ځینو چارواکو له خولې یې ویلي‌ و چې د نظام د پرځېدو په شپو ورځو کې د ملي‌ امنیت له خزانې لسګونه میلیونه ډالره ورک شوي‌ دي.

خو اوس ښاغلي سراج بي بي سي ته ویلي، د دوی کارکوونکو د ادارو د تسلمېدو پر مهال د ملي‌ امنیت خزانه کې "د پاتې پیسو او لګښتونو حساب طالبانو ته ورکړی او طالبانو رخصت کړي دي.‌"

د تېر نظام د امنیت د برخې دغه جګپوړی چارواکی وايي،‌ د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال لانجمنو ټاکنو جمهوري‌ نظام او د امنیتي‌ سرتیرو مورال ته زیان رسولی و.

د ۲۰۱۴ ټاکنو پرمهال دوو مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني‌ او عبدالله عبدالله له ډېرو لانجو وروسته د "ملي‌ یووالی" حکومت جوړ کړ او واګې یې سره ووېشلې.‌ د ۲۰۱۹ ټاکنو پرمهال بیا پر یوه مهال دواړو دولسمشرۍ لوړه وکړه چې وروسته یوې هوکړې ته ورسېدل.‌

د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر وايي، د طالبانو خلاف د سیاسي او نظامي مقاومت بشپړ ملاتړ کوي او د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره تماس کې دی.‌