تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني رسنۍ: د افغانستان پولې ته څېرمه ایراني ځواکونه ځای پر ځای شوي
د ایران ځینې ځايي رسنۍ وايي، د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ د اړیکو له تر ترینګلتیا وروسته دغه هېواد افغانستان پولې ته څېرمه "د ۸۸ زاهدان زغروال ځواکونه" لېږلي دي.
د خبرانلاین په نوم رسنۍ هغه ویډيو خپره کړې چې پکې ښکاري، ځینې ټانکونه او زغروال ګاډي د ایران-افغانستان پولې خوا ته ور روان دي.
طالبانو د ایران د دغه ګام په اړه لا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پخپله اوونیزه ناسته کې رسنیو ته وویل، "هیلهمن یو چې د ایران-افغانستان پر پوله زموږ د پوله ساتو خپلوي پالنه د مقابل لوري د ناسم پوهاوي لامل نه وي شوې".
هغه همدا راز وویل، "زموږ زړه ورو پوله ساتو په افغانستان کې دننه وضعیت ته په کتو پر دې پوله تر نن ورځې پورې د زغم پر بنسټ چلند کړی دی، خو که دا پېښې تکرارېږي نو د سختې اندېښنې وړ دي".
څه پېښه شوې؟
د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ د پېښې شوې ترینګلتیا په اړه دواړه لوري جلا نظرونه څرګندوي.
د افغانستان ځايي رسنۍ وايي چې د ایراني ځواکونو یو موټر د افغانستان خاورې ته ننوتی و چې پنځه تنه پکې سپاره وو او طالبانو یې مخه ونېوله.
خو د فارس خبري اژانس په ګډون ځينې ایراني رسنۍ بیا وايي چې د طالبانو پوله ساتو ځواکونو غوښتل، پولې ته څېرمه سیمه کې یو سړک جوړ کړي خو د ایراني ځواکونو له مخالفت سره مخ شول.
تر دې پېښې وروسته د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ ترینګلتیا ډېره شوه او له کبله یې د اسلام قلعه-دوغارون لار د "لنډ مهال" لپاره وتړل شوه.
له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې چې طالبانو د افغانستان د واک واګي تر لاسه کړي دي، د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر منځ د څو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
له دې کبله چې ایران د افغانستان له تېر نظامه چندان خوښ نه و او طالبان ورسره په جګړه کې وو نو ایران له طالبانو سره له نږدې اړیکې جوړې کړې. هغه مهال د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د طالب مشرانو کوربه توب وکړ. خو د څو میاشتو له تېرېدو وروسته چې طالبان قدرت ته ورسېدل له ایران سره یې اړیکې په خرابېدو شوې.
د اوبو، کډوالو او د پولې پر سر ناندرۍ د دواړو لوریو تر منځ له ځينو اختلافي مسایلو دي.