د شهباز شریف ۳ ودونه، څوک به د پاکستان لومړۍ مېرمن وي؟

د عکس سرچینه، Tehmina Durrani
- Author, حمېره کنول
- دنده, بي بي سي اردو
- د خپرېدو وخت
کله چې شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو نو زوی یې حمزه شهباز شریف او ورېره یې مریم نواز مېلمنو ته د ښه راغلاست په ډله کې وو خو مېرمن یې نه وه. هماغه ورځ هم د خبریالانو په خونه کې پر دې بحث روان و چې اوس به د پاکستان لومړۍ مېرمن څوک وي؟
کیسه دا ده چې شهباز شریف درې ودونه کړي دي خو دمګړۍ دوه ښځې لري او یوه ترې بېله شوې ده.
د پارلمان د غړي په توګه د قامي اسمبلۍ په اسنادو کې شهباز شریف د خپل کور پته د لاهور ماډل ټاون لیکلی دی خو چې هلته مو د اړیکې نېولو هڅه وکړه نو ځواب راکړل شو چې، 'د لومړۍ مېرمنې او د هغې لپاره د تشریفاتو په اړه موږ نه یو خبر، تاسې د لومړي وزیر دفتر سره اړیکه ونیسئ'. خو د دې پخلی یې راته وکړ، 'له هغه راهیسې چې په اسلام اباد کې فعالیتونه ډېر شوي دي، په دغه کور کې اوس څوک نه وي'.
د لومړي وزیر له کوره (وزیراعظم هاوس) هم ورته ځواب راکړل شو. د لومړي وزیر د تشریفاتو ادارې ویل چې دا د ځانګړي سېکرتر دفتر اړوند مسئله ده خو دغه بیا په هغه بل مسولیت وراچاوه. لنډه دا چې دواړو دفترونو ویل، 'موږ نه یو خبر چې لومړۍ مېرمن څوک ده'.
په تېر کې د پاکستان د لومړۍ مېرمنې یوه امنیت ساتونکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل چې تر اوسه لومړۍ مېرمن د لومړي وزیر ودانۍ ته نه ده ورغلې.
د دغه کس په خبره، د لومړۍ مېرمنې د ساتونکو په ډله کې ښځینه او نارینه دواړه وي او هر چېرې چې ځي د هغې تشریفاتو او امنیت ته پام کوي او د لومړي وزیر ودانۍ کې هم هره ورځ ساتونکي ورسره وي. دا ساتونکی وايي، د هر لومړي وزیر د ښځې فعالیتونه د بل هغې سره توپیر لري. د مخکیني لومړي وزیر عمران خان ښځې په ډېرو غونډو کې ګډون نه کاوه.
خبریال او شنونکی سلمان غني د شریف کورنۍ له نژدې پېژني. ښاغلي غني بي بي سي ته وویل چې، 'شهباز شریف درې ودونه کړي دي خو هېڅکله یې د ده یوه مېرمن هم په کومه عمومي غونډه کې له ده سره یو ځای نه ده لیدلې'.
نصرت شهباز او عالیه
د شهباز شریف لومړۍ مېرمن نصرت شهباز ده او د حمزه شهباز په ګډون درې اولادونه ترې لري. خو نصرت شهباز په هېڅ کومه سیاسي یا ټولنیزه غونډه کې له ده سره نه ده لیدل شوې.
په ۲۰۱۸ کې ډان ورځپاڼې د ټاکنو کمیسون له قوله د هغې د ملکیتونو او ګاڼو په اړه په یوه تفصیلي رپوټ کې ویلي وو چې نصرت شهباز ان تر خپل مېړه هم ډېره شتمنه ده. د سلمان غني په وینا، دا د اوړو، لبنیاتو، ټوکر او د پلاستيکي صنعت ګڼې کارخانې لري'.
دی وايي، 'داسې ښکاري چې د شریف کورنۍ نه خوښېږي چې ښځې دې یې عام محضر ته راووځي. خو کله چې سختې ورځې پرې راغلې دي نو موږ لیدلي چې د نواز شریف د جلاوطنۍ پر مهال یې ښځه کلثوم نواز هم له هېواده ووتله خو چې نواز شریف بې واکه شو نو مریم نواز سیاست ته راودانګل. که دا دوه ښځې نه وای راپورته شوې نو ښايي نه به نن شهباز شریف لومړی وزیر و او نه به د مسلم لیګ ن ګوند په سیاست کې پاتې و'.
خو هغه مهال هم د شهباز شریف تر زوی پرته نه د هغه کومه ښځه او نه یې هم کومه لور عام محضر ته راووتله.
د شهباز شریف دویمه مېرمن عالیه ده چې اوس ترې بېله شوې او د خدیجې په نوم یوه لور ترې لري.
تهمینه درانۍ:

د عکس سرچینه، Tehmina durrani
د دغه تازه ټاکل شوي لومړي وزیر درېیمه ښځه مدني فعاله او لیکواله تهمینه درانۍ ده چې د چارسدې اوسېدونکې ده. اغلې درانۍ د (مای فیوډل لارډ) په نوم کتاب پر خلکو وپېژندله. په دغه کتاب کې دې د خپل تېر ژوند او د پخواني واده په اړه تجربې لیکلې دي. له همدې کبله خپل مور او پلار هم له دې مخ اړولی و. تهمینې درانۍ د عبدالستار ایدهي ژوند لیک تر څنګ دوه-درې نور کتابونه هم لیکلي وو چې هغه هم ډېر مشهور شول. عبدالستار ایدهي په پاکستان کې د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ مشر و چې څو کاله مخکې مړ شو خو بنسټ یې لا هم خلکو ته د خیرښېګڼې چارې وړاندې کوي.
اغلې درانۍ ۱۹ کاله مخکې له شهباز شریف سره واده وکړ خو د سلمان غني په خبره، له واده وروسته د پخوا غوندې په عام محضر کې ډېره فعاله نه شوه پاتې.
د دې په اړه ویل کېږي چې پخپله ځان د خلکو له سترګو پټ ساتي. که د شهباز شریف د مشر وزیر مهال و او که د جلاوطنۍ زمانه، تهمینه درانۍ چا په کومه غونډه کې ونه لیدله. خو که ټوېټر ته یې سر ورښکاره کړئ نو یا به یې د خپلو مدني فعالیتونو په اړه لیکلي وي، یا د ایدهي صاحب د ماموریت غځولو په اړه او یا به یې هم د شهباز شریف په ملاتړ او هغه ته د نیکو پېرزوینو وړاندې کولو په هکله لیکل کړي وي. له ده سره په ګډه ځينې عکسونه یې هم خپاره کړي دي.
تمهینه درانۍ په لاهرو کې په یوه لس مرلې کور کې اوسېږي. پر ټوېټر یې له خپل یوه خپاره کړي عکس سره لیکلي چې، خپلواکي څه ده، لس مرلې کور، د شپې دولس بجې دي او دا له شهباز شریف سره په کوټه کې ناسته ده، موسکۍ ده او د کوټې پر دیوالونو ګڼ عکسونه راځوړند دي.
خو د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د ټاکل کېدو په اړه اغلې درانۍ نه کوم ټوېټ کړی دی او نه یې هم د لوړې په مراسمو کې وه.
د لومړۍ مېرمنې خطاب:

د عکس سرچینه، TWITTER
د خپرونو وړاندې کوونکي مبشر لقمان سره د هغه پر یوټيوب چېنل په یوه لنډه مرکه کې تهمینې ځان لومړۍ مېرمن وبلله او بیا درې ورځې وروسته د بلقیس ایدهي (د عبدالستار ایدهي مېرمن) د ناروغۍ پوښتنې ته ورغله او یو ګډ عکس یې خپور کړ چې ورسره لیکلي یې وو، 'نن ما او بلقیس د روغتون په دې خونه کې ډېر وژړل. دا د ایدهي صاحب لپاره ژړېدله او زه د دې لپاره. هغه ډېره ناروغه ده. کله یې چې ما ته لومړۍ مېرمن وویل نو زه احساستي شوم او ومې ژړل.'
همدې سره یې په یوه ټوېټ کې ځان ته پخپله هم د لومړۍ مېرمنې خطاب کړی او لیکلي یې دي، 'په دې کې هېڅ شک نشته چې هېڅ لومړۍ مېرمن د بلقیس ایدهي د لوی والي مقابله نشي کولای.'
مبشر لقمان چې د خپلې خپرونې پر مهال وپوښتله چې ولې د شهباز شریف د لوړې مراسمو ته نه وه ورغلې، نو دې یې په ځواب کې وویل، 'د دومره خلکو په منځ کې زما تګ ته هېڅ اړتیا نه وه. چېرې چې اړتیا وي، زه هغلته یم. زه به دا ووایم چې تاسې ما ته مبارکي راکړه او دعاګانې مو هم وکړې، ځکه، زموږ هېواد چې نن سبا له کوم حالت سره مخ دی او په دې وضعیت کې چې شهباز شریف ته کومه دنده ورسپارل شوې ده، دا غر یوازې د هغه پر اوږو نه دی ولاړ بلکې زما پر اوږو هم دی. ځکه چې اوس موږ ځواب ویونکي یو.'
مبشر لقمان ترې وپوښتل چې ته د محل پر ځای ولې په یوه عادي لس مرلې کور کې اوسېږې؟ نو تهمینې درانۍ ځواب ورکړ، 'زما اصلیت له همداسې ځایه او د ایدهي صاحب له کوره پیل شوی دی. زه د دغه لس مرلې کور عزت یم. ستاسې لومړۍ مېرمن د منځنۍ کچې په یوه کور کې ژوند کوي. غواړم خلکو ته یو مثال و اوسم.'
څو کاله مخکې خبریال سهیل وړایچ ته په یوه مرکه کې اغلې درانۍ ویلي وو، 'زه هېڅ کله نه غواړم چې د پارلمان غړې شم، ځکه چې که عام ډګر ته راووځې نو بیا کار نه کېږي'.
وپوښتل شوه چې خپل نوم دې ولې بدل نه کړ، یاني د شریف کورنۍ نوم یې ولې په ځان پورې ونه تاړه؟ نو دې په ځواب کې ورته وویل، 'همدغه نوم ما ته یوه پېژندګلو او شخصیت راکړی دی. دا نوم ما په ډېرو هڅو ترلاسه کړی دی نو بدلول به یې مناسب کار نه وي.'

د عکس سرچینه، Twitter
۶۹ کلنې تهمینې درانۍ د عبدالستار ایدهي په ژوندوني هم د هغه د خیریه کارونو د پراختیا لپاره هلې ځلې وکړې او د هغه تر مړینې وروسته یې په ۲۰۱۷ کې د تهمینه درانۍ خیریه بنسټ رامنځ ته کړ. په دې شپو ورځو کې هغه له پلازمېنې ډېره لرې په کراچۍ کې له بلقیس ایدهي سره اوسېدله خو بلقیس ایدهي تېره جمعه مړه شوه.
دا چې اغلې درانۍ به له دې وروسته د لومړي وزیر په ځانګړې ودانۍ کې په لاهور کې اوسېږي او که خپل لس مرلې کور کې او دې ته به د لومړۍ مېرمنې په توګه تشریفات ونېول شي او که څنګه، دا هر څه به ښايي څو راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي.






















