امریکا له کابله ورغلې یوې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو د یوه مسؤل بنسټ چارواکو ویلي د امریکا د کورني امنیت وزارت هغې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې چې له کابله واشنګټن پر لاره وه.
د دې بنسټ یوه مشر ویلي د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت کام ایر دې الوتکه کې له سلو زیات کسان سپاره دي چې یا امریکايي وګړي دي او یا په دغه هېواد کې د دایمي اوسېدو سند ( ګرین ګارډ ) لري.
برایان سټرن چې د دې بنسټ د پروژو مشر دی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي چارواکي اجازه نه ورکوي چې له بهره چارټر شوې الوتکې دغه هېواد کې ناسته وکړي.
ښاغلی اسټرن له هغو کاري ډلو د یوې مشري کوي چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو لپاره جوړې شوې دي.
برایان سټرین د کام ایر له الوتکې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۱۷ تنه سپاره دي چې ۵۹ یې ماشومان دي او شاوخوا ۱۴ ساعته د ابوظبي په هوايي ډګر کې انتظار ده.
خو یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې امریکا ته د چارټر شوې الوتکې لپاره د پرواز اجازې تر لاسه کول وخت غواړي.
ښاغلی سټرن وايي غوښتل یې سپرلۍ د اتیوپیا شرکت یوې الوتکې ته ولیږدوي ، او امریکايي چارواکو دې اتیوپیايۍ الوتکې ته په د جان اف کنډي هوايي ډګر کې د کښیناستو اجازه ورکړه.
وروسته یې د ناستې ځای په واشنګټن کې ډالاس هوايي ډګر ته بدل کړ خو بیا یې وویل چې په هیڅ هوايي ډګر کې د ناستې اجازه نه شي ورکولی.
وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د هغې الوتکې په اړه معلومات لري چې امریکايي وګړي او د هغه کسان لیږدوي چې امریکا کې د دایمي اوسېدو سند لري.
په دې وروستیو کې په رپوټونو کې ویل شوي وو چې طالبانو د مزار شریف په هوايي ډګر کې د هغو الوتکو د پرواز مخه نیولي چې افغانان یې لېږدول.
خو اوس په دې رپوټ کې ویل شوي چې امریکا لږ تر لږ یوې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې. طالبان بیا ویلي ټولو هغو کسانو د پرواز اجازه ورکوي چې د کافي اسناد ولري.
خو برایان سټرن وايي دوی له طالبانو د پرواز اجازه تر لاسه کړې وه.
روانه اوونۍ طالبانو وویل د کابل هوايي ډګر الوتنو ته چمتو دی، دوی له بهرنیو شرکتو هم وغوښتل چې افغانستان ته الوتنې پیل کړي



















