د بهسودو پېښه: "وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي وو؛ د امنیې قومندان دنده ځنډول شوې"

افغانستان

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی له څېړنو مالومه شوې چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو په بهسودو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي کسان ولسي وګړي وو.

دا کسان د بهسودو د دویمې حصې ولسوالۍ کې د امنیتي‌ کسانو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې وژل شوي او ټپیان شوي وو. ‌

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې پېښې له کبله یې د میدان وردګ د امنیه قوماندان الله داد فدايي دنده ځنډولې او د پلټنو لپاره یې نوموړي څارنوالۍ ته یې معرفي کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دې پېښې په اړه خپلې موندنې اعلان کړې دي.‌

یاد کمېسیون وایي، د دوی موندنې ښیي چې د پېښې پر ورځ یو شمېر پارېدلي اعتراض کوونکي د بهسودو د دویم حصې ولسوالۍ مخې ته راټول شوي‌ وو.‌

د کمېسیون په وینا په پیل کې امنیتي‌ چارواکو هڅه وکړه چې د اعتراض کوونکو له استازو سره خبرې وکړي،‌ خو وروسته د ولسوالۍ مخې ته ور ټولو شویو کسانو پر ودانۍ د کاڼو ګوزرانونه پیل کړل.

کمېسیون وایي، د اعتراض کوونکو له ډلې یو تن د ودانۍ مخې ته ولاړ ټانک ته وخوت او هڅه یې وکړه چې ماشیندارې ته لاس ور وړي، خو د امنیتي کسانو په ډزو وویشتل شو.‌

کمېسیون په خپل رپوټ کې وایي، که څه هم امنیتي‌ کسانو په پیل کې هوایي ډزې وکړې،‌ خو وروسته یې د ټوپکو خولې پر اعتراض کوونکو ور واړولې او د ډزو په پایله کې یې ۱۱ ولسي کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.‌

پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه؟

افغانستان، علیپور، اعزام هیات

د دې پېښې په اړه ضد و نقیض رپوټونه ترلاسه شوي، خو ویل کېږي چې د روانې میاشتې پر لسمه امنیتي کسان د ځایي وسلوالو قومندن عبدالغني‌ علیپور د نیولو لپاره سیمې ته ورغلل.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې د ولایت امنیې قومندان هلته د نورو امنیتي چارواکو د ور پېژندلو لپاره ورغلی و.‌

د امنیتي‌ کسانو له ورتګ وروسته ځینو کسانو اعتراض پیل کړ،‌ چې وروسته یې لاریون په تاوتریخوالي واوښت او له امله یې ۱۱ تنه وژل شول او ۳۱ تنه نور ټپيان شول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وژل شوي او ټپیان ملکي کسان یاد کړي او په وینا یې د ټپیان درملنه اوس په کابل کې د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې په وړیا ډول روانه ده.

خو د وزارت په خبرپاڼه کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې دا کسان د کوم لوري په ډزو وژل شوي او ټپیان شوي.