تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قانوني: که دوحه کې روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد مقاومت پیلوو
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه پلاوي د کمیټې یو غړي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد یونس قانوني خبرداری ورکړی چې که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو په راټولولو او د طالبانو پروړاندې مقاومت پیل کړي.
ښاغلي قانوني پنجشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د مذاکراتو پرمهال له طالبانو سره د مهمو مسایلو له حل کېدو وړاندې د لنډمهالي حکومت مطرح کول به د طالبانو په ګټه وي.
د نوموړي په وینا، هغه نظام چې مذهبي او قومي رنګارنګي، بشري حقونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې خوندي نه شي، د دوی د منلو وړ نه دي.
هغه همدا راز له حکومت بهر د سیاستوالو لخوا د سولې په اړه د یوې طرحې د جوړولو خبر ورکړ او وایي، د دوی د سولې طرحه به په مذاکراتو کې د ښځو او ځوانانو ځای معلوم او د مثبتې او دوامداره سولې په راتلو به افغانستان له جګړې بهر کړي.
هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل چې دا طرحه په مشخص ډول د کومو کسانو لخوا جوړه شوې ده، خو زیاتوي چې د دوی طرحه په افغانستان کې د دوامداره سولې راتلو کې مرسته وکړي، او په اوسني وخت او راتلونکې کې د ځوانانو او ښځو ځای معلوم کړي.
یونس قانوني وایي، د نظر اختلاف او د لیدلوري توپیر په افغانستان کې یوه طبیعي چاره ده، خو زیاتوي چې د دوی طرحې په بنسټ به هڅه وشي چې له طالبانو سره د نظر اختلاف د نظامي او د ښمنۍ له چوکاټه، سیاسي سیالۍ ته بدل شي.
د بین الافغاني مذاکراتو درېدلی بهیر
یونس قانوني په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
افغان حکومت تور لګوي چې د دولت پلاوی په دوحه کې د خبرو لپاره موجود دی، خو د طالبانو مرکچیان د بهرنیو هېوادونو په سفرونو بوخت دي.
له دې سره سم په دې وروستیو کې دسیاسي ډلو ترمنځ د لنډمهالي حکومت بحث تود شوی او ځینې کسان او ډلې یې په یوه ډول ملاتړ کوي.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې راتلونکی ولسمشر ته ټاکي.
له دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي و، هغه طرحه یې ترلاسه کړې چې ویل کیږي امریکا او طالبانو پکې د موقت حکمت یا د سولې د حکومت وړاندیز کړی دی.
نوموړي څو ورځې وړاندې ویلي و ددې طرحې هرکلی کوي چې پکې د دده په وینا د هېواد د اوسني نظام او ملي شورا پاتې کېدو خبره شته.
د نوموړي دغو څرګندونو په ولسي جرګه کې د ولسي استازو ترمنځ پراخ غبرګون راوپاراوه.