افغانستان کې تر ټولو ناوړه وچکالي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې تر ټولو بده وچکالي
د خپرېدو وخت

ملگري ملتونه وايي درې نيم ميليونه افغانان خوارځواکۍ ته بېخي ورنژدې شوې دي. وچکالۍ بده خوله لگولې او ځينې وايي چې په ژوند کې يې داسې وچه ورځ نه وه لېدلې.

ډېر کړيدلي افغانان په لويديځو ولايتونو کې دي. هلته د وچکالۍ له امله په زرگونو کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوې دي.