تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: امیتاب بچن له روغتون رخصت شو؛ اسټرالیا کې "د ناورین حالت" اعلان شوی
د اسټرالیا حکومت په وېکټوریا ایالت کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو وروسته هلته "د ناورین حالت" اعلان کړی او نوي بندیزونه یې لګولي دي. د دې نویو بندیزونو له مخې به د یاد ایالت په مرکز مېلبورن ښار کې د شپې لخوا ګرځبندیز وي.
همدا راز د دې ښار وګړي به له کورونو د وتلو برخه کې هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ وي.
اسټرالیا د ځینو نورو هېوادونو پرتله د کووېډ-۱۹ وبا پر ضد بریالۍ مبارزه کړې ده، خو په وېکټوریا ایالت کې نوې مثبتې پېښې په حیرانوونکي ډول په زیاتېدو دي.
وېکټوریا د اسټرالیا دویم تر ټولو ګڼ مېشتی ایالت دی او د نویو مثبتو پېښو لویه برخه همدې ایالت کې ثبتې شوې دي، چې له کبله یې د جولای میاشتې په لومړیو کې یو ځل بیا بندیزونه ولګول شول.
خو د یکشبنې پر ورځ د دې ایالت والي ډنیل انډریوز وویل چې بندیزونو سملاسي ګټه نه ده کړې او باید لا ډېره سختي وشي.
نوموړي اعلان کړی چې نوي بندیزونه به لږ تر لږه د سپتمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پر ځای وي.
امیتاب بچن له روغتونه رخصت شو:
د کورونا وېروس په تړاو یوه جلا خبر کې د هندۍ سینما وتلی ستوری امیتاب بچن له روغتونه رخصت شوی او خپل کور ته ستون شوی دی.
نوموړی تېره میاشت د خپلې کورنۍ له درېیو غړو سره هم مهاله په کورونا وېروس اخته شوی و او د ممبی ښار په یوه روغتون کې بستر و.
۷۷ کلن امیتاب بچن د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې اوس یې د کورونا وېروس د ټېسټ پایله منفي راختلې او له روغتونه رخصت شوی دی.
نوموړي د خپلو مینه والو د دعاو او د ممبی ښار د ناناوټي روغتون د عملې د ښه خدمت لپاره ترېنه مننه کړې ده.
له امیتاب بچن سره یو ځای د ده زوی ابیشېک بچن، د نږور یې اېشوریا رای بچن او او لمسۍ یې هم په کورونا وېروس اخته شوي وو.
نړۍ کې د مثبتو پېښو او مړینو وروستۍ شمېرې:
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ میلیونه کسانو ته نږدې شوی دی.
په نړۍ کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لا هم په امریکا کې دي چې شمېر یې له ۴ نیم میلیونو اوښتی.
په برازیل کې تر دې دمه څه باندې ۲ اعشاریه ۷ مییلونه او په هند کې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
د ټولې نړۍ په کچه د مړو شمېر بیا ۶ لکو او ۸۰ زرو کسانو ته نږدې شوی دی، چې تر ټولو ډېر، یعنی څه باندې یو نیم لک مړینې یوازې په امریکا کې ثبتې شوې دي.