تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې د حزب الله ډلې ملاتړو پر ضد عملیات او بندیزونه
جرمني د ایران له ملاتړه برخمنه لبنانۍ حزب الله ډله یوه ترهګره ډله وبلله او په جرمني کې یې د دې ډلې اړوند پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه.
نن (پنجشنبه اپریل ۳۰) سهار د برلین، بریمین، مونسټر او ډورټمونډ په ګډون د جرمني په څو ښارونو کې پولیسو د څو مذهبي ټولنو پر مرکزونو او جوماتونو د هغو کسانو د نیولو لپاره عملیات کړي چې ګومان کیږي د حزب الله ډلې غړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ټولنو په اړه څېړنې روانې دي، ځکه ګومان کیږي چې دا د حزب الله ډلې اړونده دي او د دې ډلې مالي ملاتړ او په ګټه یې تبلیغات کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د حزب الله ډلې فعالیتونه د جنایي قانون خلاف دي او دا ډله د نړیوال تفاهم د نظریې پرضد ده.
د جرمني د دې نوې پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې په هر ډول غونډو، رسنیزو فعالیتونو او خپرونو کې د حزب الله ډلې نشان کارل منع دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي د دغې ډلې اړوند ملکیتونو د ضبتولو امکان هم شته.
استخباراتې ادارې اټکل کوي چې په جرمني کې د حزب الله ډلې شاوخوا زر تنه غړي شته. امنتیي چارواکي وايي دا کسان د حزب الله د سخت دریځو غړو کې حسابېږي.
دا چې حزب الله ډله په جرمني کې رسميت نه لري نو ګومان کیږي چې دا کسان به جرمني د خپلو پلانونو جوړولو، بسپنې راټولو او د ملاتړو جلبولو لپاره کاروي.
له دې وړاندې جرمني د حزب الله د سیاسي او پوځي برخو ترمنځ توپیر کاوه.
د امریکا او اسرائیلو غبرګون:
امریکا او اسرائیل د جرمني د دې ګام هر کلی کړی، او دواړه هېوادونو په تېر کې له جرمني غوښتل چې د حزب الله ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.
په جرمني کې د امریکا سفیر ریچارډ ګرینیل د جرمني په دریځ کې د بدلون هر کلی کړی او د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو یې غوښتې چې ورته ګام پورته کړي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز ویلي، دا یوه ډېره مهمه پرېکړه ده او د ده په وینا د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې ځانګړې مانا لري.
نوموړي هم له نورو اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې غوښتنه کړې چې ورته اقدام وکړي.
اروپايي ټولنه د حزب الله پوځي څانګه ترهګره ډله بولي، خو د دې ډلې سیاسي برخه له دې دریځه مستثنی ده.
په تېره فبرورۍ میاشت کې بریتانیا هم د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه د حزب الله د پېژندلو قانوني لایحه وړاندې کړه.
په امریکا کې د یهودانو کومېټې د جرمني د دې پرېکړې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې پرېکړې هرکلی کوي او همداسې انتظار یې درلود.
د حزب الله ډله په ۱۹۸۲ کال کې د لبنان د کورنۍ جګړې پرمهال رامنځته شوې ده.
د دې ډلې ملیشې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په ملاتړ جګړه کوي.