تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سیګار: د افغان حکومت کنترول لاندې ساحه ۱.۷ سلنه کمه شوې
د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي اداره یا سیګار وايي، د افغانستان نږدې درې نیم شپېته سلنه وګړي د افغان حکومت کنټرول لاندې سیمو کې ژوند لري.
دا اداره په تازه رپوټ کې زیاتوي چې د طالبانو د واک سیمه هغو ځایونو کې پراخه شوې چې څه باندې لس سلنه افغانان پکې ژوند کوي.
سیګار درې میاشتني رپوټ کې وايي، د امریکا او طالبانو د سولې خبرو په درشل کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېره او ځواک تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو کم و او په دغه موده کې طالب اورپکو نورې سیمې هم لاندې کړې دي.
دغه رپوټ وايي، د تېر کال اکتوبر پر مهال افغان حکومت د افغانستان پر ۵۳،۸ سلنه ځمکه واک درلود چې ۶۳،۵ سلنه وګړي پکې اوسي:
"پاتې سیمې یا د طلبانو ولکه کې وې یا یې د کنټرول پر سر اختلاف و".
سیګار وايي، طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې لوی ښارونه ونیسي، خو طالبانو کلیوالو سیمو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر بل هر وخت اوس فشار ډېر کړی او غښتلي شوي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر امرالله صالح چې د ملي امنیت لوی مشر هم پاتې شوی، تېره چهارشنبه له بي بي سي سره خبرو کې د سیګار شمېرې رد کړې.
د هغه په خبره، د سیګار اداره په واشنګټن کې مرکز لري او افغانستان کې رپورټران یې هم تر ډېره هغو جنګي سیمو ته نه ځي، چې رپوټونه ترې جوړوي.
رپوټ کې د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته هم اشاره شوې ده چې ویلي یې دي څلور کلنه واکمنۍ کې یې ۴۵ زره افغان سرتېري وژل شوي دي.
سیګار واي، په دې حساب د نوموړي د دندې له پیله په منځني ډول د میاشتې ۸۴۹ سرتېري وژل شوي دي.
رپوټ دا هم وایي، چې دغو دریو میاشتو دوران کې هغه بریدونه کم شوي چې اسلامي دولت یې مسوولیت اخلي.
سیګار افغان امنیتي ځواکونو کې د ښځو جلبولو او ساتلو ننګونې ته اشاره کوي او زیاتوي چې د رپوټ جوړولو موده کې افغان ځواکونو ۴۷۳۵ ښځې درلودې چې د ټاکل شوي ځواک له دوه سلنې هم کم و.