تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"معشوق مې داسې خاندي لکه لمر"
جاپانۍ شهزادګۍ ماکو له یوه عام جاپاني سره د واده کولو اعلان وکړ. هغوی د جاپان د امپراتور له اجازې تر لاسه کولو وروسته دا اعلان کړی دی.
له دې اعلان سره به واده ته تیاری پیل شي، خو ور سره جوخت به شهزادګۍ نور خپل شاهي لقب له لاسه ور کړي.
په جاپان کې د ودونو د لانجمن قانون له مخې، که د شاهي کورنۍ کومه نجلۍ د ټولنې له عادي وګړي سره واده کوي، نو د شهزادګۍ لقب ترې اخیستل کېږي، خو که کوم شهزاده له عادي جاپانۍ سره واده وکړي، هر څه پخپل حال دي.
تېره یکشنبه په یوه خبري غونډه کې شهزادګۍ ماکو وویل، تر هر څه لومړی یې د خپل معشوق (کي کیمورو) پر خندا زړه بایللی: " داسې خاندي لکه لمر"
هغې پخپلو خبرو کې وویل، زه له ماشومتوبه پوهېدم که له شاهي کورنۍ بهر واده کړم، د شهزادګۍ لقب مې را څخه اخیستل کېږي: " د جاپان له امپراتور سره مې مرسته وکړه، څومره مې چې په وس پوره و، د شاهي کورنۍ لپاره مې کار وکړ، خو اوس خپل ژوند ته اهمیت ور کوم. "
د دوی د واده رسمي اعلان یکشنبه د سپټمبر ۳مه د جاپان د امپراتورۍ اژانس له خوا وشو.
شهزادګۍ ماکو د شهزاده اکیشینو او شهزادګۍ کیکو مشره لور ده له خپل معشوق (کي کیمورو) سره یې پنځه کاله وړاندې په پوهنتون کې وپېژندل.
کي کیمورو له هغې سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "معشوقه مې د سپوږمۍ غوندې راګوري"
پتېیل شوې وه د دوی د واده اعلان به په تېره جولای کې وشي، خو په لوېدیځ جاپان کې د نېزونو (سېلابونو) د راوتلو له امله وځنډول شو.
د دوی دواړو واده به راتلونکی کال وشي.