د غزې جګړه

د ویډیو تشریح، د غزې جګړه
د خپرېدو وخت

د اسراییلو او حماس تر منځ اور تم چې له مخې به یې په جګړه کې څلور ورځې دمه کېږي د جمعې په ورځ پيلېږي.

د اسرائيلو پوځ وايي، تېره ورځ يې د حماس پر ۳۰۰ اهدافو هوايي بريدونه کړي، چې په هغو کې تونلونه او د وسلو ځایونه هم شامل دي.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، هېواد به یې تر هغو له حماس سره جګړه کوي چې بریالی شي.

په عین حال کې، د غزې الشفاء روغتون کې اسرائیلي پوځ د روغتون رییس محمد ابو سلمیه، نیولی دی.

اسرائیل تېره اوونۍ لومړی ادعا وکړه چې تر دې روغتون لاندې د حماس د قوماندې مرکز دی او وروسته یې د روغتون کنټرول تر ګوتو کړ. حماس دا ادعا ردوي.

زموږ د نړیوالو چارو خبریاله اورلا ګیرین رپوټ لري، پام چې په دې رپوټ ګې له سره ځینې برخې داسې دي چې تاسې به خپه کړي: