غزه کې جګړه: اسرائيل غواړي خپلې ادعاوې ثابتې کړي
د خپرېدو وخت
اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوب، خان یونس کې خبرپاڼې پاشلې دي، خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې خپل کورونه پریږدي او د ځان خوندیتوب لپاره پناه ځایونو ته لاړ شي.
بل پلو، اسرائیل لا هم د غزې الشفاء روغتون لټوي. دوی تر فشار لاندې چې خپله هغه ادعا چې وايي دا روغتون حماس د قوماندې پټ مرکز په ډول کاروي ثابته کړي.
اسرائیل یوه ویډیو خپره کړې چې په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، ځینې وسلې او مخابراتي تجهیزات پکې ښکاري. حماس بیا د اسرائیلو دا ادعا رد کړې ده.
اورلا ګیرین له بیت المقدس رپوټ را لېږلی دی: