روغتيا نړيوال سازمان: غزه کې مرګژوبله په ډېرېدو ده
د خپرېدو وخت
فرانسه کې بيا د اتيا هېوادونو او ټولنو پلاوي د بشري مرستو په اړه سره بحث او خبرې کوي. دوی کې د فلسطينيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره هم ده، چې وايي هغوی لپاره چې غزه کې بند پاتې دي حالات په زياتېدونکي ډول د نهيلۍ دی.
دا اوس اوس ۳/۴ غزوال د دغې تړانګې جنوب کې دي.
د بي بي سی خبریاله، يوګيټا لمايي بيت المقدس کې ده، او غزه کې يې له ازادو خبريالانو سره ګډ کار کړی، چې د بي بي سي لپاره فلمونه واخلي، چې خپلې کيسې وکړي، يوه يادونه دا چې ښايي دا راپور يې درته خواشينوونکی وي.