پر غزه بريد: اسرائيلی پوځ وايي د حماس ۱۵۰ موخې يې په نښه کړې دي
د خپرېدو وخت
غزه کې د بي بي سي يو خبريال چې حالت یې د ډار او ګډودۍ بللی، وايي د غزې شمال کې یې لويه بمباري ليدلې چې په بې مخينې کچې وه.
غزه کې د تېرې شپې بمباريو پر مهال د مرګژوبلې شمېرې نه لا نه دي روښانه، خو مرستندويه اېجنسۍ وايي وروسته له هغه چې د ټليفونونو او انټرنېټ خدمتونه پرې شوي، خپلو کارکوونکو سره یې تماس پرې شوی دی.
د بي بي سي نړيوالو چارو خبریال جېرېمي بووېن له بيت المقدسه دا راپور راستولی دی.