د غزې الاهلي روغتون چاودنه

د ویډیو تشریح، د غزې الاهلي روغتون چاودنه
د خپرېدو وخت

د غزې په الاهلي روغتون کې له چاودنې یوه ورځ وروسته، د فلسطین روغتیايي چارواکو د ۴۷۱ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

خو دا چې ملامت څوک دی لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی، اسرائیل او حماس پړه یو پر بل اچوي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي د وژل شویو شمېر "لسګونه" دی.

خو خپلواکې ادارې د پېښې ځای ته نشي رسېدلی نو په همدې دلیل د شمېرو کره کول او تصدیق خورا ستونزمن کار دی.