د حماس او اسرائيلو جګړه: له دواړو غاړو تر زرو ډېر کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، د حماس او اسرائيلو جګړه: له دواړو غاړو تر زرو ډېر کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت

د اسرائیل پوځ ادعا کوي چې د غزې په شاوخوا کې یې د خپلې خاورې "کنټرول" بېرته ترلاسه کړی. خو د حماس وسله وال لا هم ځای ځای لیدل کېږي. دا درېیمه ورځ هم د اسرائیلو هوايي او د حماس توغندیز بریدونه روان و.

د اسرائیل پوځ ادعا کوي چې د دوی جنګي الوتکو، چورلکو او توپونو د شپې په اوږدو کې په غزه کې څه باندې پنځه سوه اهداف په نښه کړي دي.

په دواړو اسراییل او غزه کې تر اوسه څه باندې زر کسان وژل شوي دي. لسګونه نور ټپیان دي.

په منځني ختیځ کې د بي بي سي خبریاله یولانډ نېل رپوټ لري: