پاکستان کې د بې اسنادو کډوالو نيولو لړۍ دوام لري

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د بې اسنادو کډوالو نيولو لړۍ دوام لري
د خپرېدو وخت

پاکستان کې د هغو کسانو پر وړاندې چې دغه هېواد کې په ناقانونه ډول مېشت بهرنيان بلل شوي، د نومبر تر لومړۍ نېټې یې د هېواد پرېښودو تدبير پر عملي کېدو پيل شوی دی.

اسلام اباد کې پوليسو ويلي، څه د پاسه ۵ سوه کسان یې نيولي چې د استوګنې پاڼې ورسره نه وې، او د بهرنيانو سره د چلن قانون له مخې به محکمې ته وړاندې کېږي.

پر همدې مهال ویل کېږي کوټه کې هم شاوخوا ۲ سوه افغانان نیول شوي دي. دا فعاليتونه وروسته له هغه پيل شول، چې وړمه ورځ پاکستان کې حکومت د اوکتوبر تر پايه بې ويزې او بې سنده بهرنيانو ته وخت ورکړ، چې دغه هېواد پرېږدي.

ازاد خبریال محب الله خان پرې له کوټې نور حال لري.