د يمن جګړه: د يوه ماشوم هيلې او د بدلون هڅې
د خپرېدو وخت
یمن کې جګړه له نژدې يوې لسيزې وچ او لانده سوځوي، او د عربي نړۍ تر ټولو دا تر ټولو بېوزلی هېواد يې پرځېدو ته ورنژدې کړی دی.
تېر کال د یوه لنډمهالي اوربند له مخې تاوتریخوالی کم شوی خو د پای ته رسولو لپاره يې د کوم تړون نښې نښانې نه شته. جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت پیل شوه چې ایران پلوه هوثيو ياغیانو پر پلازمېنې او د دغه هېواد د شمال پر ډېرو برخو ولکه وکړه.
د سعودي په مشرۍ یوې ټلوالې چې امریکا او برتانیا یې هم ملاتړ کاوه په دې تکل جګړې ته ورودانګل چې په نړيواله کچه پېژندل شوی حکومت بېرته واکمن کړي.
د بي بي سي اورلا ګوېرین د هغه يوولس کلن ماشوم ليدو لپاره د یمن تعز ښار ته ورغلې چې دوه کله مخکې یې ورسره کتلي و.