د ايران پوليسو پخواني افسر ځواکونو کې د فساد او زور زياتي خبرې کړې

د ویډیو تشریح، د ايران پوليسو پخواني افسر ځواکونو کې د فساد او زور زياتي خبرې کړې
د خپرېدو وخت

ايران کې تېر يوه کال کې د ډله ييزو احتجاجونو پر مهال څه د پاسه ۵ سوه، کسان ووژل شول. ډېرې پېښې یې پر کامره ثبت شوې، چې هم يې پوليس او هم هغه ملېشې چې د دغه هېواد روحاني مشر ته پلوالې دي، ښوول پر لاريونيانو او احتجاجيانو ډزې کوي.

امېد مرادي چې پخوا د ايران پوليسو ځانګړو ځواکنو کې يو افسر و، ترې بېل شوی او اوس یې جرمني کې پنا اخيستې ده.

د بی بي سي جيار ګول سره خبرو کې مرادي د دغو ځواکونو ترمنځ د فساد پر خپاره کلتور رڼا اچولې او دا چې قومندانان یې څنګه د احتجاجيانو کابو کې وحشي چلن ته مخه کوي.