تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو د څار بنسټ بريتانيا کې د کډوالو حالت "ناوړه" بللی
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، هغه کورنۍ او ماشومان چې بريتانيا کې یې د کډوالو په توګه د منلو غوښتنې کړې، ورځني ژوند کې له ناوړه وضعيت سره مخامخ دي.
د دې بنسټ په يوه تازه رپورټ کې ويل شوي چې دا کورنۍ او ماشومان داسې نامناسبو شرايطو کې ژوند کوي چې پر روغتيا او زدکړو يې اغېز کوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ دا ۱۰۷ مخیز رپوټ د ۲۷ ماشومانو په ګډون له څه باندې ۵۰ کډوالو سره د خبرو پر بنسټ چمتو شوی.
رپوټ یوه برخه کې راغلي کډوالې کورنۍ په لنډ مهالو استوګنځیو کې په "نا انساني شرایطو کې شپې او ورځې تېروي، استوګنځیو کې موږکان او ډېر نم یا رطوبت لیدل شوی."
رپوټ زیاتوي دوی خپلو ماشومانو ته د خوړو لټه کې دي، له "جسمي او رواني ستونزو سره مخامخ دي او د اولادونو زدکړې یې هم له ګډوډۍ سره مخامخ دي".
روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې لنډمهاله استوګنځیو کې ماشومان له خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. ځینې کورنیو ویلي د ماشومانو وزن کم شوی، تر دې چې ډاکټرانو یې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
د لندن ختیځ کې د یوې څلور کلنې ماشومې پلار ویلي لور یې یوازې سبزي خوري خو هغه ورته نه رسیږي او وزن یې ډېر کم شوی.
یوې لیبیايۍ کډوالې ویلي څلور میاشت کېږي چې لنډمهالي استوګنځي کې اوسېږي، ۱۴ کلن زوی يې هره ورځ ژاړي او کله ناکله دوه ورځي هم له خونې نه راوځي.
یوه ۱۴ کلن افغان کډوال ویلي څلور میاشتې کېږي چې بریتانیا ته راغلی او تراوسه ښوونځي کې نه دی شامل، ناهیلی او زړه یې مات شوی.
یوه بل افغان هلک چې ۲۰۲۱ کې بریتانیا ته راغلی ویلي، "شپاړلس کلن و، خو د ده عمر یې ۲۵ کاله ثبت کړی او له لویانو سره یې یو ځای استوګنځی ورکړی و. ده ویلي چارواکو د ده اصلي عمر نه دی منلی او ځکه له زدکړې بې برخې شوی. "
د کډوالو شورا ویلي بریتانیا ته د راغلو کډوالو نژدې نیمايي یې د پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، سوریې، سودان او د اریتریا دي.
بریتانیا کې د بشري حقونو د څار بنسټ مشرې یاسمین احمد ویلي، دا د منلو نه ده چې دغه کډوال چې امنیت غواړي په نامناسبو استوګنځیو اوسېږي. نوموړې د بریتانیا پر حکومت غږ کړی چې د لنډ مهال او نامناسب استوګنځیو پر ځای دې د کډوالو لپاره د اوږد مهال استوګنځیو غم وخوري.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د کورنیو چارو وزارت د اصولو له مخې کډوال باید هوټل یا لنډمهالي استوګنځي کې له ۱۹ ورځو زیات پاتې نه شي خو ځینې کډوال څو میاشت او آن تر یوه کاله پاتې شوي دي.
دا بنسټ وايي له کډوالو سره د بریتانیا د حکومت چلن د بشري حقونو برخه کې جدي اندېښنې رامنځته کړي.
خو د بریتانیا حکومت ویلي پر کډوالو د محدودونکو ګامونو موخه دا ده چې دوی له کډوالۍ مخ واړوي، خو د بشري حقونو د څار بنسټ وايي دې ګامونو لږ اغېز لرلی دی.
رپوټ کې د بریتانیا له خوا روانډا ته د کډوالو استولو پرېکړې ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د کډوالو دا وضعیت د بریتانیا حکومت د ناکاره کړنلارې او ناکاره سیسټم پایله ده. رپوټ کې سپارښتنه شوې چې حکومت دې رژ تر ژره کډوالو کورنیو او ماشومانو لپاره د مناسب ځای ډاډ وښيي او هغه اصل دې عملي کړي چې له مخې کډوال یوازې ۱۹ ورځې لنډمهالي استوګنځي کې اوسېدلی شي.