اقليمي بدلون: هند غواړي له شتمنو هېوادونو سره پر حساب وکړي

د ویډیو تشریح، اقليمي بدلون: هند غواړي له شتمنو هېوادونو سره پر حساب وکړي
د خپرېدو وخت

د جي ۲۰ يا شلو سترو صنعتي هېوادونو سرمشريزه هندۍ پلازمېنه ډيلي کې پيلېږي. هند هيله لري د دغې ډلې خپلۍ مشرۍ روله په ګټې شتمن صنعتي هېوادونه، چې د اوسنۍ نړيوالې تودوخې ډېره پړه پر غاړه لري، دې ته وهڅوي، چې پرمختيايي هېوادونو کې د چاپېريال کړکېچ تاوانونو اولګښتونو کې مالي مرسته وکړي.

هند په خپله تېرو دريو کلونو کې له سېلابونو او مځکښوويېدونو نيولې تر سختې وچکالۍ پورې له چاپېريال سره تړلو ناورينونو زياتوالي ليدونکی و. د بي بي سي خبريالې ارچانا شوکلا پرې دا راپور راستولی دی.