د هند تر ولکې لاندې کشمير کې رسنۍ ځپل کېږي؟
د خپرېدو وخت
د هند ستره محکمه دې ورځو کې په ۲۰۱۹ کال کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه د ځانګړي حیثیت د لغوه کولو د پرېکړې د قانوني کېدو په اړه یوه مهمه قضیه اوري.
له هغه بدلون راهیسې چې د هند ملي حکومت ته یې د کشمیر سیاسي کنټرول ورکړی، د خبریالانو په وینا دغلته حکومتي ادارو په سیستماتیک ډول په سیمه کې د رسنیو د ځپلو او غلي کولو کمپاین پېل کړی دی.
بي بي سي یې له شلو ډېرو خبریالانو سره خبرې کړې او دا موضوع یې پلټلې ده. د هند حکومت بیا وايي په کشمیر کې رسنۍ په بشپړ ډول خپلواکې دي. له سرېنېګره پر دغه رپوټ ګورو: