د کډوالو کړکېچ: تونس کې ورسره سم چلند نه کېږي

د ویډیو تشریح، د کډوالو کړکېچ: تونس کې ورسره سم چلند نه کېږي
د خپرېدو وخت

د تونس صفاقس بندر د هغو بهرنیو کډوالو لپاره د وتو په يوې مرکزي لارې اوښتی چې له شمالي افریقا ترې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.

پر دغه هېواد له کډوالو سره د چلن له امله سختې نیوکې شوې، خو چارواکي وايي د تونس د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره يې کډوالو سره سختۍ ته مخه کړې ده.

د بي بي سي عربۍ څانګې خبریال بسام بونیني د تونس له سمندرغاړو ساتونکو سره يوه ورځ تېره کړې. چې اروپا ته پر لارې یې په اوبو کې د کډوالو نهه کښتۍ هم په کې وموندلې.