هند کې د خوراکي توکو بيې په لوړېدو دي
د خپرېدو وخت
د هند اقتصاد په اړه وړاندوينې ښيي راتلونکو اتو کلونو کې به یې کچه دوه برابره زياته شي، او د پېړۍ وروستيو به د نړۍ په دوهم لوی اقتصاد واوړي. خو څه چې هلته پېښېږې، پر نوره نړۍ هم په زياتېدونکي ډول اغېز لري.
هند کې د خوړو بیې په چټکۍ په لوړېدو دي، د ميليونو لپاره د سختيو ګوتڅنډه کوي، او له امله یې هر څوک ستونزو سره مخامخېدی شي.
د بي بي سي هند سوداګريزو چارو خبريال نيکېل انعامدار پرې دا راپور رالېږلی دی.