فلسطين کې د تاوتریخوالي زياتېدل
د خپرېدو وخت
فلسطين لوېديځه غاړه کې دا کلونو کې د فلسطينيانو او اسرائيليانو لپاره يو تر ټولو زيات مرګونی پړاو بلل شوی، چې د اسرائيلو پوځ په کې هره شپه چاپې وهي او وسله والو فلسطينيانو هم په کې يو لړ بريدونه کړي، او د مېشټو يهودانو تاوتريخوالي کې هم ريکارډ کچه زياتوالی راغلی دی.
ملګري ملتونه وايي دوی د ورځې په منځنۍ کچه درې بریدونه ګوري، او دا چې تېرو څو مياشتو کې لږترلږه درې فلسطينيان له خپلو مځکو په زوره ايستل شوي دي.
نيم ميليون مېشت شوي يهودان لوېديځه غاړه کې اوسېږي، چې ختيځ بيت المقدس په کې نه دی.
او د اسرائيلو اوسني ښي اړخي توندلاري حکومت ځان ته دا موخه ټاکلې چې دا شمېر دوه برابره، يوه ميليون ته لوړ کړي. د بي بي سي منځني ختيځ خبريالې يولانډا نېل پرې دا راپور رالېږلی دی.