هاوايي کې ځنګليز اور؛ د وژل شويو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی

د ویډیو تشریح، هاوايي کې ځنګليز اور؛ د وژل شويو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی
د خپرېدو وخت

چارواکي وايي، د هوايي په ماوي ټاپو کې د اورلګېدو له امله تر اوسه د اتيا کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

وېره ده چې دغه شمېر به نور هم لوړ شي. دغه طبیعي ناورین په امریکا کې ترټولو بد بلل کېږي.

اوس اور وژونکي هڅه کوي په څو سیمو کې خپلسري اورونه کنټرول کړي.

یوه اغېزمنه شوې سیمه، د لاهینا تاریخي ښار دی چې ویل کېږي په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.