ذبیح الله مجاهد: پاکستاني امنیتي چارواکي غواړي خپله واوره زموږ پر بام واچوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان د پوځ مشر وروستیو څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند وايي،‌ د "پاکستان امنیتي ځواکونه د خپل بام واورې پر موږ اچوي."

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په پېښور کې پرون یوې غونډې ته ویلي و،‌ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

نوموړې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنو ته په اشارې سره ویلي، دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

خو له بي بي سي پښتو سره یوه مرکه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، پاکستاني امنیتي چارواکي په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې له پاتې راتلو وروسته داسې څرګندونې کوي.

نوموړی وايي، د طالبانو حکومت دریځ څرګند دی او دوی بیا بیا تکرار کړې چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د نورو او (په ځانګړې توګه) د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.

ښاغلي مجاهد د باجوړ برید په اشارې سره وویل، د دې برید پړه داعش منلې او داعش یوه سیمه ییزه پدیده ده. نوموړي زیاته کړه: "موږ تېر کال ۱۸ د داعش ډلې اړوند پاکستانیان له منځه وړي او ۴۳ نور مو نیولي دي، چې غوښتل یې په افغانستان کې بریدونه وکړي، نو موږ نه شو کولای پاکستان تورن کړو، چې دا کسان تاسې راستولي دي."

د طالبانو حکومت د ویاند په وینا، دا یوه داسې موضوع ده، چې د سیمې په کچه شتون لري او د نوموړي په ټکو باید حل ورته وموندل شي. خو دا یې ونه ویل چې دواړه لوري څه ډول حل لار موندلی شي.

جنرال عاصم منیر څه ویلي؟

د پاکستان د پوځ مشر دوشنبه په پېښور کې یوې غونډه کې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو قربانیانو ته درناوی وکړ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تورن کړ چې هم یې د دوی مخالفې ډلې خوندي ساتلي او هم په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

دې ته ورته تورونه له دې مخکې د پاکستان بهرنیو او دفاع وزارتونو له لوري هم لګول شوي دي. څه موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل، د ځینو کسانو انفرادي "جنایت مانا دا نه ده، چې موږ به خدای مه کړه، د پاکستان خلک یا حکومت پړ بولو او پاکستاني امنیتي چارواکي هم باید په خپل هېواد کې د امنیت ټینګښت ته متوجه واوسي."

ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې د پاکستاني طالبانو موضوع د هغه هېواد (داخلي) خبره وبلله او پا وینا یې پر خپل دریځ ټینګ دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو بې ثباتۍ لپاره کار واخلي او په خبره یې موږ په دې هکله (جدي) یو.