د ايران اخلاقي چلن پوليس بيا لارو کوڅو کې ليدل کېږي

د ویډیو تشریح، د ايران اخلاقي چلن پوليس بيا لارو کوڅو کې ليدل کېږي
د خپرېدو وخت

ایران کې د مهسا امیني له مرګه نژدې یو کال تېرېږي، چې د ايران سپاه ځواکونو د داسې ادعاوو پر سر نيولې وه، چې مناسب حجاب او پړونی یې نه و پر سر کړی.

تېر کال د ښځې، ژوند او ازادۍ غورځنګ د ايران لارو کوڅو او ان ترې بهر څپاند شو، خو د دغه هېواد کې دننه بوږنوونکي وحشت سره مخامخ شو. له ۵ سوو ډېر کسان لاسي ړانده کړی شول، زرګونه نور ونيول شول.

خو ښځې لا اوس هم د ګشت ارشاد، يا اخلاقي چلن پوليس ننګوي، سره له دې چې د ډله ييز څار په ګډون د ځپنې فعاليتونه بيا پيل شوي، د تاوتريخوالي او زنداني کولو خطر هم ورسره مل دی.

د ډېرو لپاره لوېديځو رسنيو سره خبرې جرم دی، خو د بي بي سي نيوز نايټ امير نادر او پروډيوسر علي همداني د دغه هېواد دننه خلکو سره خبرې کړې چې د ښځې، ژوند او ازادۍ احتجاجونو وروسته د ايران دننه يو مجازي انځور راکړي.