له ايران تېښته: يوه مېرمن او ماشومه لور يې له سختو لارو تېرېدو ته اړ شوې
د خپرېدو وخت
د تېر کال سپتمبر میاشتې راهيسې چې په ایران کې د "ښځې ژوند ازادي" تر شعار لاندې لاریونونو زور واخيست دلته په سلګونو لاریونیان وژل شوي، ډېری بندیان شوي او ځيني بیا په دې توانېدلي چې له دغه هېواده وتښتي.
په دوی کې یوه ۲۶ کلنه سیما مراد بیګي هم ده چې له خپلې درې کلنې لور سره یې ځان له سختو قاچاقي لارو د عراق کردستان ته رسولی.
د لاریونونو پر مهال سیما ویشتل شوې او سخته ټپي شوې وه. د درملنې پر وخت یې ډېری سختۍ وګاللې او هماغه وخت یې له خپل هېواده د وتلو پرېکړه وکړه.