د پاکستان او چين اړيکي: د اقتصادي دهليز لسمه کليزه لمانځي

د ویډیو تشریح، د پاکستان او چين اړيکي: د اقتصادي دهليز لسمه کليزه لمانځي
د خپرېدو وخت

دا اوونۍ د پاکستان او چين چارواکو اسلام آباد کې د سيپېک يا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز لسمه کلیزه لمانځله.

پاکستانيو چارواکو ويل دې پروژې تېره يوه لسيزه کې روښانه پايلې لرلې، بنسټيزې ودانيزې چارې یې ښې کړي، او ځايي خلکو ته يې ګټه رسولې ده.

اسلام آباد کې چارواکي وايي دې پروژې شاوخوا ۲۰۰ زرو خلکو ته دندې موندلې دي.

پاکستان دې تېرو څو کلونو کې له خورا ژور اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی، او هيله یې ده سيپېک پروژه کې به يې د چين پانګونه له دې کړکېچه او بېوزلۍ وتو کې لاسنيوی وکړي.

خو په پښتونخوا او بلوچستان کې ځینې خلک ګیله من دي.