د ژېړي نړيواله ورځ: پاکستان کې يې له يوې بڼې په ميليونونو کسان کړېږي

د ویډیو تشریح، د ژېړي نړيواله ورځ: پاکستان کې يې له يوې بڼې په ميليونونو کسان کړېږي
د خپرېدو وخت

هر کال د جولای پر ۲۸ مه په ټوله نړۍ کې د هپېټایټېس یا ژېړي نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

موخه دا ده چې د دې ورځې په مناسبت د مطالبو خپرېدو له لارې، د هپېټایټېس وېروس په اړه د خلکو پوهاوی لوړ شي. څېړنې ښیي چې په پاکستان کې نژدې ۲۲ میلیونه کسان په هپېټایټېس سي یا تور ژېړي اخته دي.

د پنجاب پرتله په پښتونخوا کې ډېر خلک ترې کړېږي. ډاکټران هیله من دي چې پاکستان به تر ۲۰۳۰ کاله ځان له دې ناروغۍ خلاص کړي.