يونان کې ځنګليز اورونه؛ زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي
د خپرېدو وخت
د اروپا نورو برخو په څېر يونان دا تېرو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ څپې تېرېږي، چې د هېواد ځينو برخو کې یې نن تودخه ۴۴ درجو ته رسېدلې ده.
خلکو ته سپارښتنه شوې، چې خپلو کورونو کې پاتې شي، داسې حال کې چې اور وژونکي لسګونه ځايونو کې د ځنګليزو اورونو پر کابو کولو لګيا دي، چې له څو ورځو بل دي.
چارواکي وايي دا ښايي ۵۰ کلونو کې د يونان تر ټولو ګرمې اوونۍ پای وي، چې تېز بادونه يې لمبو ته په پوکي، اور لا نور خپروي.
پر همدې مهال د رخصتيو تېروونکو په ګډون څه د پاسه ۱۹ زره کسان له ځنګليزو اورونو په تېښته له روډز ټاپو ايستل شوي دي. ويل کېږي، دا تر ټولو لوی عمليات دي، چې يونان دې کله هم کړي وي.
درې زره کسان له کليو او هوټلونو د سمندر له لارې لېږدول شوي او له شخصي کښتيو هم د مرستې غوښتنه شوې ده.