لبنان کې د بانکونو کړکېچ: د وګړو د لويې برخې د بېوزلۍ لامل شوی
د خپرېدو وخت
د لبنان د مرکزي بانک مشر ریاض سلامه دغه میاشت له ۳۰ کلونو دندې وروسته استعفا کوي. دی په داسې وخت کې دنده پرېږدي چې هېواد یې په نړۍ کې له خورا ډېر بد مالي بحران سره مخامخ دی.
د لبنان له درېیمې برخې ډېر نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې یوه سړي غوښتل طبي لګښتونو لپاره خپلې پیسې له بانکه وباسي نو د بانک کارکوونکي یې په تېزابو وګواښل.
دی یوازې نه دی، دغه ډول پېښې ډېرې کېږي. ډېری خلک د لبنان لوړپوړي په فساد تورنوي او د بانک دغه مشر چې دنده پرېږدي په بهرنیو هېوادونو کې له جنایي تحقیقاتو سره مخامخ دی.
فرانسې او جرمني د ۳۰۰ میلیون ډالرو اختلاس په تور د دې کس د نیولو امر کړی دی.