د خره د زړه درملنه؛ برېښنايي اله ورته لګول شوې

د ویډیو تشریح، د خره د زړه درملنه: برېشنايي اله ورته لګول شوې
د خپرېدو وخت

د بریتانیا، انګلنډ په شمال، یارکشایر کې وترنرانو یا د څارويو ډاکترانو یوه کوټي یا کوچني خره ته د ژوند کولو یو بل چانس ورکړی.

داسې چې د زړه ناروغۍ درملنې لپاره یې پېس مېکر یا یو وړوکی برېښنايي توکی ور اچولی.

فکر کېږي چې دی پرېنس بټن په نړۍ کې یو له څو محدودو خرو یو دی چې دغه توکلی ور اچولی شوی دی.