يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ په اړه بي بي سي نوي شواهد موندلي
د خپرېدو وخت
د بي بي سي وریفای څانګې داسې نوي شواهد موندلي چې یوه میاشت وړاندې په مدیترانې سمندر کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو په اړه د یونان سمندر ساتونکو د خبرو په تړاو نور شکونه پیدا کوي.
هغه پېښه کې د ۸۲ کسانو د ډوبېدو پخلی شوی خو وېره ده چې ښايي تر ۵۰۰ نور هم مړه شوي وي.
بي بي سي له ځینو ژوندي پاتې شویو کسانو سره خبرې کړي چې ادعا کوي کله چې یې هڅه وکړه د ساحل ساتونکو پړه افشا کړي ورته وویل شول چې غلي پاتې شي.
یوناني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي. د بي بي سي خبریال نېک بیک نور جزییات لري: