د چين او امریکا اړيکي: بېجېنګ ته د امریکا د ماليې وزيرې سفر

د ویډیو تشریح، د چين او امریکا اړيکي: بېجېنګ ته د امریکا د ماليې وزيرې سفر
د خپرېدو وخت

د امربکا د مالیې وزیره جېنېټ یلېن د چین پلازمینې بيجېنګ ته خپل څلور ورځنی سفر له دغه هېواد سره د خپلو اړیکو د وضعیت پر سر له هیله بښوونکي ارزونې سره پایته ورساوه.

اغلې یلېن ویلي، چین او امریکا د ډاډمنو او سالمو اړیکو پر لور روان دي خو په خبره یې ژورې مسلې لا هم پاتې. نوموړې د مثال په توګه د تایوان مساله او د ټکېنالوژۍ لېږد پر سر اختلافونه یاد کړل.

له خپل چینايي سیال هی لي فېنګ سره د خبرو پر مهال اغلې یلېن وویل - امریکا چین سره ښې اړیکې غواړي.

د بي بي سي خبریال روپرټ وېنګفيلډ هیز چین ته د امریکا د مالیې وزیرې جنېټ یلېن سفر داسې ارزوي.