وږيز بمونه: امریکا يې اوکرايين ته ورکوي

د ویډیو تشریح، وږيز بمونه: امریکا يې اوکرايين ته ورکوي
د خپرېدو وخت

پر اوکرایین د روسیې د برید ۵۰۰ ورځې وشوې. ولسمشر ولودمير زېلینسکي په همدې مناسبت سنېک ایلنډ ته ورغلی - هغه ځای چې د اوکرایین د مقاومت تلپاتې سمبول دی.

ښاغلي زېلینسکي د بریا ژمنه وکړه او له ټولو هغو کسانو یې مننه وکړه چې خپل هېواد لپاره جنګېږي.

په عین وخت کې، ولسمشر جو بایډن اوکرایین ته د کلستر بمونو ورکولو په اړه د امریکا د پرېکړې دفاع وکړه. دغه وسله، چې څو چاودېدونکي سروکي غورځوي، په څه باندې سلو هېوادونو کې منع دي.

ولسمشر ولودمیر زېلینسکي له امریکا مننه کړې، خو د بشري حقونو ډلو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.