امریکا له چین غوښتي د اقلیمي بدلون د ګواښونو مخنیوي کې ګډ کار وکړي

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
د امریکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن له چینه وغوښتل چې د اقلیمي بدلون له اړخه د پېښو ننګونو او ګواښونو پر وړاندې دې له امریکا سره په ګډه مبارزه وکړي.
جینټ ییلن د شنبې پر ورځ خپلو خبرو کې وویل، امریکا او چین دواړه د شینکوریزو غازو لوی تولیدوونکي هېوادونه دي، نو باید د اقلیم بدلون چارې ته پاملرنه هم د دواړو هېوادونو مسولیت دی.
دغه امریکایۍ وزیرې له چین وغوښتل، د اقلیم ښه والي چارو سره د مرستې په موخه د هغه صندوق ملاتړ دې وکړي چې مشري یې د امریکا متحده ایالات کوي.
د امریکا د خزانې وزیره بیجینګ ته پر څلور ورځني سفر تللې چې غواړي د واشنګټن او بیجینګ خړو پړو اړیکو رغولو هڅه وکړي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال هی لینګ له مېرمن ییلن سره د لیدو پر وخت وویل "د هغه څه له امله خواشینی یم چې د امریکا او چین اړیکو ته یې زیان واړاوه، لکه د څارونکي بالون ناندریزه مسله."
د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ له مهاله امریکا او چین د اقلیمي بدلونونو له اړخه پېښو ګواښونو سره مبارزه کې کوم ګډ سند نه درلود.
چین له هغه وروسته پر اقلیمي بدلون له امریکا سره د ګډې همکارۍ خبرې د لنډې مودې لپاره وځنډولې چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند مخکښې غړې نانسي پیلوسي نیمه خپلواک ټاپو تایوان ته سفر وکړ، چین دغه ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي.
خو د همکارۍ د بیا پیل له نښو نښانو سره امریکایۍ وزیرې له چینه غوښتنه وکړه چې له بې وزلو هېوادونو سره دې له اقلیمه پېښېدونکو ناوړه اغېزو مخنیوي کې مرسته وکړي.
مېرمن ییلن بېجینګ کې د مالي او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره په یوه ناسته کې چیني چارواکي وهڅول، د زرغون صندوق په څېر چارو کې چې امریکا یې مشري کوي او د مخ پر ودو هېوادونو دولتونه او نور بنسټونه چې د اقلیم بدلون له درکه راولاړو ستونزو کابو کولو کې مرسته کوي ورسره دې همکاري وشي.
"د نړۍ د دوه هغو هېوادونو په توګه چې د شینکوریزو غازو لویه برخه تولیدوي او پر انرژۍ د پراخو پانګوالو هېوادونو په توګه موږ دواړه دا مسولیت لرو چې دې برخه رامخې ته شو."
چین په نړۍ کې د لمریزې برېښنا تر ټولو لوی پانګوال هېواد دی. په لوړه کچه لمریزې تختې او ورسره د بادي انرژۍ وسایل تولیدوي، خو له دې سره سره بیا هم د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د کاربن ډایکسایډ تولید کې ۴ سلنه زیاتوالی راغلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا هم له اقلیمي بدلون سره پر مبارزه میلیاردونه ډالر لګوي، خو د انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي تېر کال امریکا کې د غازو د اخراج کچه لوړه شوې.
چین چې د لا پراختیا او مخ پر ودې حالت کې دی، امریکایۍ وزیره غواړي دغه هېواد نړۍ د نوي انرژۍ لېږد چاره کې مالي ونډې ته را مات کړي. چین وايي د انرژۍ د لېږد مسولیت د امریکا او اروپا دی، ځکه چې همدوی تر ټولو ډېر شینکوریز غازونه تولید کړي.
په دوو میاشتو کې مېرمن ییلن د امریکا د لوړې کچې دویم چارواکی دی چې چین ته د اړیکو رغولو لپاره سفر کوي. تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن بېجینګ ته تللی و. هغه د امریکا تر ټولو لوړی پوړی دیپلومات و چې په تېره یوه لسیزه کې یې چین ته سفر کاوه.
هغه د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیده کاته کړي وو. هغه د خپل سفر پای کې ویلي وو، لا هم د چین او امریکا تر منځ مهمې مسلې شته "تمه ده راتلونکي کې به اړیکې ښې خوا ته لاړې شي."
له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته ولسمشر بایډن د چین ولسمشر د دیکتاتور او زور واکي په توګه یاد کړ چې د بېجینګ غوسه ورسره وپارېده. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې هم کړکېچ شته. چین غواړي د کمپیوټر د چپسونو په څېر په ځينو صادراتو څار ټینګ کړي او ځېنې توکي به د چین جواز ته هم اړتیا ولري.



















