اوکرايين جګړه: د ځوابي بريدونو ځواکمنه لړۍ
د خپرېدو وخت
یوه میاشت کېږي چې اوکرایین د روسیې پر وړاندې خپل اوږدمهاله ځوابي برید پیل کړی او له واره له ستونزو سره مخامخ دی.
ولسمشر زېلېنسکي ویلي چې دا برید له هغه څه چې تمه یې وه ورو دی. یو لامل یې د ماینونو لوی شمیر دی چې اوکرایني ځواکونه د پرمخ تللو پر مهال ورسره مخامخېږي او له امله یې ډیری سرتېري سخت ټپیان یا وژل کېږي.