ایرانیان د زهرجنو الکولو له کبله ځوانان مړه شوي
د خپرېدو وخت
په ایران کې د الکولو د مسمومیت نوې څپه کې هغه کسان وژني چې د سزا له وېرې یې د طبي مرستې د لټون مخه نیول شوې ده. په ایران کې (د ځانګړو مذهبي لږکیو په اسثتنا) الکولي څښاک ممنوع دی. هغه کسان چې په شرابو څښلو ونیول شي، تر ۸۰ دُرو وهل کېدای، زنداني کېدای او د تکرار په صورت کې په دار ځړول کېدای شي. بي بي سي فارسي د یوې ځوانې ښځې له پلار سره خبرې کړې چې دوې اونې مخکې یې ډېر زهري الکولي میتانول څښلي وو او مړه شوې وه.