جرمني د وړتیا لرونکو کډوالو کارګرو منلو قانون تائید کړ

    • Author, دامین مکګیونیس
    • دنده, بي بي سي - برلین
  • د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونه د کډوالو مخنیوي لپاره اقدامات کوي، د جرمني پارلمان یو داسې قانون تائید کړی، چې له مخې به کډوال کارګر جرمني ته ورتګ ته هڅول کېږي.

د دې قانون له پلي کېدو سره به د هغو کارګرو لپاره ستړې، ستونزې کمې شي، چې له اروپايي ټولنې بهر نه جرمني ته ځي.

په دې کې به د کاناډا په څېر د پواینټونو له مخې پر عمر، تعلیمي وړتیا او له جرمني سره پر تړاو غور کېږي. له دې سره به د کډوالو کارګرو لپاره اسانه شي، چې له مخکې د دندې له وړاندیز ترلاسه کولو پرته جرمني ته سفر وکړي.

د نوي قانون له مخې به کامیاب کارګر ته له ځان سره نه یوازې د مېرمن، اولادونو بیول شوني شي، بلکې دوی به کولای شي، خپل مور او پلار هم له ځان سره هلته ولېږدوي.

په جرمني کې دې چارې ته په پالیسۍ کې د یوه مهم بدلون په نظر کتل کېږي. جرمني حکومت تر لسیزو پورې له هغه فکر سره مقاومت کاوه، چې جرمني د کډوالۍ لپاره یو هېواد دی. په ۱۹۶۰ کال کې جرمني ته د ترکیې کارګرو ورتک موضوع د دې ښه بېلګه ده، چې د ''مېلمنو '' کارګرو نوم ورکړل شوی و.

د هغو کارګرو په هکله تصور داسې و، چې باید دا ''مېلمانه '' کارګر د جرمني په اقتصادي وده کې له ونډې اخیستو وروسته له دې هېواده ووځي.

د اینګلا میرکل په ګډون د محافظه کارو ګوندونو حکومتونو د یوې داسې ټولنې رامنځته کولو له فکر سره په ستونزو کېښکیل وو، چې متنوع وي. دا په داسې حال کې ده، چې په جرمني کې همدا اوس ټولنه تر ډېره بریده متنوع ده، او هغه داسې چې همدا اوس د جرمني ټول نفوس څلورمه برخه داسې کسان دي، چې یا خپله په بهر کې زېږېدلي دي او یا یې مور یا پلار له جرمني بهر زېږېدلي دي.

په جرمني کې تر کلونو پورې د بې روزګارۍ کچه کمه وه او اوس یې د سوداګرۍ او صنعتي ادارو څښتنان د کارګرو کموالي شکایت کوي.

د دې اصلي لامل د ځايي اوسېدونکو د عمر زیاتوالی بلل کېږي، د بېلګې په ډول هغه ماشومان چې د ۱۹۶۰ کلونو کې زېږېدلي و، ژر د تقاعد عمر ته رسېدونکي دي.

جرمن چارواکي خبرداري ورکوي چې وار له مخه میلیونونه کاري فرصتونه تش پراته دي او د جرمني اقتصاد د کارګرو له کموالي سره مخامخېدونکی دی.