تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شاهزاده داود، سلیمان داود او 'ښاغلی ټایټانیک'؛ د اوبتل پېښه کې مړه شوي کسان څوک وو؟
د امریکا ساحلونو ساتنې ادارې مسوولین وايي، ټیټان نومي هغه اوبتل کې ناست پنځه کسان مړه شوي چې د تاریخي بېړۍ ټایټانیک پاتې شونو پسې سمندر ته کوز شوی و. چارواکي وايي، د ټایټانیک پاتې شونو ته نژدې د اوبتل ځینې ټوټې موندل شوې دي.
د امریکا کوسټ ګارډ یا ساحلي ساتونکو ادارې په وینا اوسمهال څه نه شي ویلای، چې د مړو شویو کسانو جسدونه به وموندل شي او که نه.
دلته د هغو پنځو کسانو پېژندګلوي وړاندې کېږي چې په ټیټان تفریحي اوبتل کې د سمندر ژورو ته کوز او له ژونده بې برخې شول.
سټاکن رش
سټاکن رش د اوشین ګېټ شرکت اجرايي مشر و، چې د ټایټانیک تر پاتې شونو پورې د تفریحي سفرونو چارې چلوي او شرکت یې تائید کړې، چې سټاکن رش په تیټان اوبتل کې په سفر وتلی و. دی یو تجربه کار انجینر و، چې له دې مخکې یې په تجرباتي ډول یوه الوته طرح کړې وه.
نوموړي پر کوچنیو اوبتلونو هم کار کړی. سټاکن رش په ۲۰۰۹ کال کې د اوشین ګېټ شرکت چارې پیل کړې، د سمندر ژورو ته یې د خلکو لېږدولو وړاندیز وکړ او په ۲۰۲۱ کې د ټایټانیک تر پاتې شونو پورې د لېږدولو وړاندیز له کبله یې شهرت وموند. د ده شرکت د ۲۵۰ زره ډالرو بدل کې خلک د ډوبې شوې بېړۍ تر پاتې شونو پورې رسول.
په ټیټان نومي ابدوز کې له کېناستو مخکې به د شرکت مشتریانو تر ۳۷۰ کیلومترو پورې سمندري سفر په یوه کښتۍ کې کاوه او په اوبتل کې به له اته ساعته سفر وروسته د ټایټانیک تر پاتې شونو پورې رسېدل. د یادونې ده، چې د سټاکن رش د مېرمن وینډي رش د کورنۍ دوه غړي د ټایټانیک ډوبېدو پېښه کې مړه شوي وو.
هېمېش هارډنګ
بریتانوي سیلاني هېمېش هارډنګ په دبۍ کې د اکشن اېوي اېشن په نامه شرکت چارې پرمخ بیولې چې د شخص الوتکو یو کاروبار دی. همش سویلي قطب ته هم سفر کړی او په ۲۰۲۲ کال کې تشیال ته هم په سفر تللی و. د ده نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کې له دې کبله ثبت شوی، چې د سمندر په تل کې یې تر ټولو ډېر وخت تېر کړی دی.
د هوايي چلن له یوې مجلې سره خبرو کې نوموړي ۲۰۲۲ کال کې ویلي و، چې په هانګ کانګ کې لوی شوی او ۱۹۸۰مو کلونو کې یې د پیلوټ جواز ترلاسه کړ.
د بانکي سوفټوئر په کاروبار کې نوموړي د پیسو له ګټلو وروسته د هوايی چلن شخصي شرکت بنسټ کېښود. نوموړي تېره اونۍ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د ټایټانیک تر پاتې شونو دا سفر ځکه وروستی هغه دی، چې په کاناډا کې له کومه ځایه سفر پیلېږي، هلته موسم ښه نه دی.
شاهزاده داود او سلیمان داود
داود کورنۍ د پاکستان له خورا شتمنو کورنیو یوه ده، خو دا کورنۍ له بریتانیا سره هم اړیکي لري. شاهزاده داود د اینګرو نومي شرکت مرستیال مشر و. دا شرکت د کیمیاوي سرې، خوراکي توکو او انرژۍ په برخه کې کاروبارو کوي.
د بریتانوي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شاهزاده داود پاکستان کې زېږېدلی و، وروسته بریتانیا ته لاړ او بکنګهم پوهنتون کې یې د حقوقو برخه کې لوړې زدکړې وکړې.
نوموړي د ټوکرانو بازار موندنې برخه کې له فلاډلفیا پوهنتونه هم د زدکړو سند ترلاسه کړی و. د فضايي څېړنو یوې ادارې چې ښاغلی داود یې ټرسټي و، وېبپاڼه د نوموړي په هکله کاږي چې له مېرمن کرسټین، اولادونو علینا او سلیمان سره یو ځای په بریتانیا کې اوسېد.
د شاهزاده داود کورنۍ له تېرې نژدې یوې پېړۍ راهیسې کاروبار کوي او نوموړي په ۱۹۹۶ کال کې د کورنۍ کاروبار سمبال کړ.
د شاهزاده داود زوی سلیمان داود په هکله ویل کېږي چې د ګلاسګو پوهنتون محصل و او د سوداګرۍ پوهنځي کې یې د لومړي کال زدکړې بشپړې کړې وې. د نوموړي کورنۍ لخوا ویل شوي چې سلیمان داود د سائنس فکشن شوق درلود او له واليبال لوبې سره یې مینه درلوده.
پال هنري
۷۷ کلن فرانسوی پال هنري د سمندري پوځ یو مخکینی لامبوزن و، چې د (ښاغلي ټایټانیک) په نامه هم یادېده. نوموړي تر بل هر چا ډېر وخت د ټائټانیک په پاتې شونو کې تېر کړی او په هغو لومړنیو کسانو کې شامل و، چې ۱۹۸۷ کال کې د ټایټانیک پاتې شونو ته ورسېدل.
نوموړی د یوه داسې شرکت څښتن و، چې د ټایټانیک د پاتې شونو ټول حقونه ورسره خوندي دي.
د ده شرکت وايي، ده د ډوبې شوې بېړۍ له پاتې شونو ډېر څه موندلي، چې د بېړۍ یوه شل ټنه برخه هم پکې شامله ده.
د نوموړي کورنۍ وايي، فرانسه کې پال هنري ته د یوه ' 'اتل ' ' په نظر کتل کېدل، ''دی د ټایټانیک نړیوال ماهر و او د نړۍ په څلور ګوټه کې کې سمندر ته کوز شوی و. ''
د پال هنري مېرمن په کنیټیکټ کې ژوند کوي او اولادونه یې له فرانسې بهر مېشت دي.