د فلسطين او اسرائيل کړکېچ: دې اوونۍ کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې
د خپرېدو وخت
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي کچې په اړه نړیوال خبرداری په ډېرو دی. دلته د دې اوونۍ له پیل راهیسې لږترلږه ۱۴ فلسطینیان او ۴ اسرائیلیان وژل شوي دي.
اسرائيلي ناقیلینو د فلسطينيانو پر کورونو برید کړی او سوځولې یې دي.
دا پېښه په هغه ښارګوټي کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي يې فلسطيني الصله امريکايان دي.
دا هر څه له هغه وروسته شوي چې دغلته لومړی اسرائیلیان په نښه شول.
په عین وخت کې، په سیمه کې د اسرائیلو پوځي عملیات په چټکۍ ډېر شوي. دلته د حکومت ځینې افراطي غړي د بشپړو عملیاتو غوښتنه کوي. زموږ د مینځني ختیځ خبریال ټام بېټمن جزیات لري.