شمالي کوريا کې خلک له حکومته سرټکوي
د خپرېدو وخت
شمالي کوریا نړۍ کې تر ټولو پټ او ناروښانه دولت بلل کېږي. پولې یې دا درې کلونه په کلکه تړل شوې وې. بي بي سي په تېرو شپږو مياشتو کې د ډېلي اېن کې، په نامه ادارې په مرسته دغه هېواد کې دننه له دريو کسانو سره په پټه تماس نيولی وو.
د دوو ځانګړو رپوټونو لومړي کې مو یې ولیدل چې خلک څنګه د لوږې له امله مري، ځکه خواړه دغه هېواد کې خورا کم شوي دي.
دې رپوټ کې ګورو چې د حکومت له خوا د خلکو ځپنې ژوند څومره ګران کړی دی.