لبنان ولې له څو میاشتو راهیسې ولسمشر نه لري؟

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

پرون د لبنان پارلمان کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره دولسم ځل رایه واچول شوې خو یوه نوماند هم و نه شو کولی چې بریا تر لاسه کړي.

له څو میاشتو راهیسې لبنان ولسمشر نه لري او سیاسي ډلې او ګوندونو د شته اختلافاتو له امله تر اوسه نه دي توانیدلي چې د پارلمان د غړو په رایه د هېواد ولسمشر وټاکي.

د ولسمشر ټاکلو لپاره د لبنان پارلمان ۱۲مه غونډه هم ځکه بې پایلې پای ته ورسېده، چې نصاب پوره نه و.

لبنان چې د سیاسي ستونزو ترڅنګ له ننګوونکو مالي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی، له اووه میاشتو راهیسې ولسمشر نه لري.

د لبنان پارلمان ۱۲۸ غړي لري او هغه نوماند د ولسمشر څوکۍ تر لاسه کولی شي چې د پارلمان دویمه غونډه کې لږ تر لږه ۶۵رایې خپلې کړي.

د ولسمشر د ټاکلو لپاره د پارلمان دوې غونډې کېږي، هغه هم په دې شرط چې دوه پر درې غړي یې حاضر وي. لومړۍ غونډه کې باید د دوه پر درې غړو ملاتړ خپل کړي او په دویمه غونډه کې عادي اکثریت یعني پنځوس جمعه یو رایې تر لاسه کړي.

بیروت کې د بي بي سي خبریاله کارین طربیه وايي د پارلمان دویمې غونډې ته وکیلان نه راځي او د نصاب نه پوره کېدو له امله نوماند کافي رایې نه شي تر لاسه کولی.

په پرونیو ټاکنو کې دوه نوماندان وو، چې جهاد ازعور ۵۹ او سلیمان فرنجیه ۵۱ رایې خپلې کړي.

په دې سیالۍ کې دوه مهم لوري دي، یوه لوري ته حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي، امل غورځنګ او نورې ملاتړي ډلې یې دي چې د سلیمان فرنجیه ملاتړ یې کاوه، بل لور ته یې درې لوی عیسايي ګوندونه، مترقي سوسیال ګوند او نور خپلواک وکیلان دي چې د جهاد ازعور ملاتړ یې کاوه .

خو دا لومړی ځل نه دی چې لبنان له داسې یوې سیاسي خلا سره مخامخ کېږي.

بیروت کې د بي بي سي خبریاله کارین طربیه وايي په تاریخي لحاظ له پارلمانه دباندې د سیاسي لورو ترمنځ پر ولسمشر هوکړه کېږي او بیا پارلمان کې د رایو له لارې دا توافق عملي بڼه خپلوي. نوموړې زیاتوي چې روان وضعیت له پارلمانه دباندې د هوکړې نشتوالی له امله دی او هیڅ لوری نه شي کولی پر بل لوري غالب شي.

د بي بي سي خبریاله وايي دا لومړی ځل نه دی او له دې وړاندې تل د ولسمشر د ټاکلو پرمهال داوړ ستونزې لبنان کې وي. کارین طربیه وايي په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر په توګه د میشال عون له ټاکل کېدو وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر څوکۍ د دوه کلونو لپاره تشه وه.

مخکني ولسمشر میشال عون د تېرې اکتوبر میاشتۍ وروستیو کې د هغه د ولسمشرۍ مودې پای ته رسېدو سره سم د ولسمشرۍ څوکۍ پرېښوده.

په لبنان کې اوسني سیاسي نظام د طائف هوکړې پر بنست جوړ شوی. د لبنان د سیاسي ډلو ترمنځ دا هوکړه د سعودي عرب په طائف کې په ۱۹۸۹ کال کې لاسلیک شوه. د دې تړون په لاسلیک کولو سره لبنان کې ۱۵کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېده. دا جګړه په ۱۹۷۵ کال کې پیل شوې وه او سلګونه زره کسان په کې ووژل شول.

د طائف تړون له مخې د لبنان اساسي قانون کې بدلون راغی، د ولسمشر صلاحیتونه کم کړل شول، که څه هم اساسي قانون کې ویل شوي چې لبنان یو پارلماني دیموکراتیک نظام لري خو په قومي او مذهبي بنسټ د ویشل شوي واک له امله د ټولو خواوو له هوکړې پرته لویې پرېکړې نه شي کېدای.

لبنان یو پیچلي سیاسي، مذهبي او توکمیز جوړښت لري په رسمي توګه ۱۶ ډلې دي اته یې عیسایان او اته نورې یې مسلمانان دي، بیا هره یوه ډله بیلابیلې څانګې لري.

سیاسي واک هم د همدې توکمیز او مذهبي ویش له مخې ویشل شوی، د بیلګې په توګه د ولسمشر څوکې ماروني عیسایانو، د لومړي وزیر څوک سني مسلمانانو او د پارلمان مشرۍ شیعه مسلمانانو ته ورکړل شوې ده. ځینې نورې لوړې څوکۍ هم د همدې تقسیم له مخې ویشل کېږي، د بیلګې په توګه د کورنیو چارو وزیر او د پولیس مشر سنيان، لوی درستیز ماروني عیسایی، خو د پوځي استخباراتو مشر شیعه مذهبی ټاکل کېږي. د پارلمان څوکۍ هم نیم په نیمه د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ ویشل شوې.

په دې هېواد کې چې څه باندې شپږ ميلیونه نفوس لري، اوس یو شمیر خلک په دې نظر دي چې د سعودي عرب او د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن دغه تړون او له مخې یې رامنځته شوی سیاسي نظام د لبنان د ستونزو سرچینه ده. دوی وی وايي دا نظام باید بدل شي او نوی سیاسي نظام رامنځته شي، چې له توکمیز او مذهبي ویش پرته خلک د لبنان د وګړو په توګه خپل حقونه تر لاسه کړي.