د مرګ څا: د هند سرکس لوبغاړو نندارې

د ویډیو تشریح، د مرګ څا: د هند سرکس لوبغاړو نندارې
د خپرېدو وخت

د مرګ څا چې، هندۍ کې يې موت کا کوا بولي، يوه داسې هېښوونکې ننداره ده، چې ګاډي چلوونکي په کې نژدې د جاذبې ځواک په ننګونه، د بېلر په څېر لرګيو جوړښتونو دننه موټرسايکلونه او ګاډي ځغلوي.

دا سخت پهلواني خوځښتونه د روزل شوو مسلکي کسانو له لوري کېږي چې لسيزې يې په کې وخت تېر کړی دی.

اوس دا ډول ګوتو په شمېر کسان پاتې دي، ځکه ځوانان دې ډول مسلک ته مخه نه کوي.

د بي بي سي انشول ورما د هند شمال اوتر پردېش کې له دغو کسانو سره وخت تېر کړی، چې وګوري څه يې دې خطرناکه دنده کې کار ته هڅوي.