ډاکټرانو زمری څنګه له ړندېدو وژغوره

د ویډیو تشریح، ډاکټرانو زمری څنګه له ړندېدو وژغوره
د خپرېدو وخت

د هند لوېدیځ ګوجرات ایالت کې د یو پنځه کلن زمري د سترګو لید وروسته تر هغه بېرته ترلاسه شو، چې ډاکټرانو یې دواړې سترګې عملیات کړې.‌

د زمري په سترګو کې طبیعي پردې وې او ښکار به چې هرڅومره ورنژدې هم شو، نه ده شوای لیدلی او ښکارولی.

اوس زمری روغ رمټ شوی او ژر به خپل ځنګلي چاپېریال ته ورستون کړل شي.