اوکرايين جګړه: د زېلينسکي ځوابي یرغل هوډ
د خپرېدو وخت
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي وايي هېواد يې له هغه مخکې چې د روسیې ځواکونو پر وړاندې خپل سترګې پر لار ځوابي يرغل پیل کړي، لا نور وخت ته اړتيا لري.
نوموړی وايي پوځ یې لا هم د زغروالو ګاډو په ګډون هغې پوځي مرستې ته په تمه دی، چې ژمنه یې ورسره شوې وه.
اوکرايني ولسمشر کيف کې د بي بي سی هوګو بچېګا سره خبرې کولې.