د اوکرايين ختيځ کې جګړه توده شوې

د ویډیو تشریح، د اوکرايين ختيځ کې جګړه توده شوې
د خپرېدو وخت

د اوکرایین پوځ وايي، د روسیې لخوا توغول شوي له ۱۸ توغندیو، ۱۵ یې د دوی د هوايي دفاع سیسټم لخوا شنډ شوي دي.

دا په دریو ورځو کې د اوکرایین پر ښارونو د روسیې د هوايي بریدونو دویمه څپه ده. په دوهم برید کې ځایي چارواکي وايي لږترلږه ۳۴ ملکي وګړي هغه مهال چې یو توغندی په پاولو ګهارډ کې د استوګنې پر سیمې ولګېد ټپیان شوي.

د روسیې پوځ مبصرین وايي د بریدونو هدف د نظامي تجهیزاتو ګودامونه وو.